May 25, 2022 14:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان هیډروپولټیک(۶)

حقیقت دا دی چې له پولو بهر د اوبو په سرچینو د مطلقې ځمکنۍ واکمنۍ نظریه په نړیوالو حقوقو کې بیخي منسوخه شوې خو د ترکیې او د نیواک د دوران د افغانستان په اعمالي او اعلاني سیاستونو کې ډېره ښه د لیدلو وړ ده.

له ملی هویت سره د اوبو سرچینو د کنټرول ارتباط د اوبو او سیاست د اغیزو په سبب ډیر مهم دې تر دې چی د اوبو مساییل او چیلنجونه له سیاسی او امنیتی مساییلو نشو جلا کولې . په دې اساس د سیاست ، امنیت ، اوبو او هویت ارتباط په ستراتیجیکو سیاستونو جوړولو کې یو مهم اړخ او همداراز له ګډو ابی سرچینو ګټه اخیستل دی  . دغه ارتباط دومره مهم دې چی زبر ځواکونو د سلطه پالو کیدلو لپاره د ژواک چاپیریال په مساییلو د احاطې په توګه د یوې سیاسی ستراتیجۍ په توګه په خپلې ایجنډې کې راوستې دې . دغه چیلنجونه د نړیوالو اوبو او پولو وراخوا سیندونو کې چی د دوو او یا له دو هیوادونو زیاتو ترمینځ ګډ دي ، ډیر سخت دي . په دې اساس د اوبو د کنټرول لپاره د حکومتونو  زیاتره هلې ځلې د اقتصادی او سیاسی ګټو د تامینولو لپاره ترسره کیږي .

په افغانستان کې د هلمند سین له اوبو د اخیستو لپاره یو مهم او اغیزمن عامل د بهرنیو هیوادونو د سیاستونو رول دی . په دې زمینه کې یوه بله لوبغاړۍ ترکیه ده چی د افغانستان د  اوبو په مدیریت او هیډروپولټیکی مساییلو کې په تیره بیا په وروستیو کلونو کې ‌ ځانګړی رول درلودلې دې .

د افغانستان او ترکیې د اوبو سرچینو د پراختیا په بهیرونو کې ډیر ورته والي او شباهتونه وجود لري . دواړه هیوادونه د خپلو ابی سرچینو له مخکې زیاتې پراختیا او په تیره بیا د بندونو جوړولو ته مخه کړی ده . د بند جوړولو لپاره د افغانستان هوډ له ابی سرچینو په استفادې سره د ملی قدرت په پراختیا کې د کابل او انکارا د کړچار د ورته والی ښودنه کوی . تاریخ ښودلی ده چی په طبیعت کې د عظیمو جوړونو د جوړولویو مهم هدف د حکومت جوړولو مسله ده . په دې مینځ و میان کې د بند جوړول هم د دولتونو په سیاسی حلقو کې ځانګړې ځای  درلودلی دی او تل د واکوالانو د ویاړ سبب شوی دی . د دې موضوع اهمیت تر دې ځایه دې چی سیاستوالان باوری دی د یوه بند د جوړولو ژمنه وکړئ ، یو انتخابات وګټئ . د بند او د عظیمو ودانیو جوړول په ملت جوړونه کې  مهم رول لری . دد ابی سرچینو په حوزه کې د مناسب سیاست جوړونې لپاره د  تاریخ پیژندنې اهمیت او د روایتونو شننه  لپاره ضروری ده د ترکیې له کړچار د افغانستان د بیلګه اخیستلو ته پام وشی . دغه چاره د افغانستان په بندونو جوړولو کې د ترکیې د عمرانی او مالي شتون په دلیل زیات ضرورت لری .

ترکیې په تیروخت کې په خپل یو میلیون لیر نوټ د اتاترک بند له انځور استفاده کوله تر څو د فرات د ګډ او نړیوال سین د اوبو له کنټرولولو د خپل ښاریزو احساس او درک ته بڼه ورکړی . د بیلګې په توګه له سوریې سره د ترکیې د اوبو تړون په هکله د ترکیې د اتم ولسمشر تورګوت اوزال څرګندونې د ګاونډیانو پرضد د اوزار په توګه د اوبو سرچینو د کارولوهڅه ښکاره بیلګه ده . له دې سره سره چی د فرات سین کابو شل فیصده په سوریه کې ده ، خو تورګوت اوزالد دغه سین اوبه د ترکیې بلله او د اوبو د ویشلو په وخت باوری وو چی د فرات سین اوبه ارزانه خرڅه شوه . د ترکیې نهم ولسمشر سلیمان دمیرل هم د اتاتورک بند د پرانسلو په دستورو کې د ترکیې هیواد اوبو د مالکانه ټکی د استفادې په ترڅ کې په دغه هیواد کې د موجودو له پولو وراخوا ابی سرچینو په نسبت د مالکیت حس یادونه وکړه .

په افغانستان کې د اوبوپه اساس د پراختیایی سیاستونو د جاج په اړه تطبیقی  مطالعه هم د ورته بهیر ښودنه کوی . د دغه هیواد مشرانو او چارواکو د هویت جوړولو او له دې زیات د ملت جوړونې په خاطر په ځلونو ځلونو د اوبو سرچینې د خپلو سیاسی فعالیتونو د ویناو چورلیز او د خپلو دولتونو د کارنامې په توګه ګرځولی دی . د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غنی په ډیرو موردونو کې هڅه کړی ده د اوبو په نسبت د ملی عواطفو او زړه تړلو په رامینځته کولو سره د خپل هیواد د خلکو ترمینځ اوبه زما لپاره دي ، مالکانه ذهنیت رامینځته کړی . د بیلګې په توګه هغه د اوبو په درې ورځنی ملی کانفرنس کې چی په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې جوړ شو ، وویل چی اوبه زمونږ عزت او ابرو ده او د عزت ساتل زمونږ ملی هدف دې . هغه همداراز د ۲۰۱۷ کال کې د کمال خان بند د دریم فاز د پرانستلو په وخت وویل زمونږ اوبه زمونږ پانګه ده او نوره به  ضایع نشی  .

د افغانستان د چارواکو په ویناو او خبرو کې منعکس شوی ذهنیت د ترکیې د چارواکو د ذهنی کیفیتونو ورته والې ښی .

تورګوت اوزال په ۱۹۸۸ میلادی کال کې وویل هماغه ډول چی مونږه عربانو ته نه وایو چی له خپلو تیلوسره څه وکړئ له هغو هم د خپلو اوبو د استفادې په هکله هیڅ وړاندیز نه قبلوو . د ترکیې پخوانې ولسمشر سلیمان دمیرل هم باوری وو اوبه د تیلو او نورو طبیعی سرچینو په شان دي او ټولې طبیعی سرچینې باید د لورو د حقوقو په رعایتولو سره په ګډه استفادې لپاره وړاندی شی . یو بیرل اوبه د یو بیرل تیلو په اندازه دي . د اوبو سرچینې د ترکیې دي ، د تیلو سرچینې د هغو دي ، مونږه نه غواړو چی هغو د خپلو تیلو سرچینې له مونږه سره تقسیم کړی او هغو هم نشی کولې زمونږ د اوبو په سرچینو کې ونډه ولرلې شی .

که څه هم د میرل د وینا سریزه له طبیعی سرچینو د منصفانه استفادې د اصل په اساس ده خو په عمل کې د هارمون ډاکترین او د ټاټوبی د مطلق حاکمیت د اصل په اساس ترسره کیږی  . په ایران کې د ترکیې سفیر رضا تکین په تهران کی د ۲۰۱۷ کال د ګردو غبار په ملی کنفرانس کې په یوه وینا کې وویل نن یو بوتل اوبه د تیلو له یوه بیرله ګرانه  ده او ملتونه ټینګار لری منبعی اوبه ملی او د هر دولت حق دی ، اوس چی اوبه له تیلو هم ګرانې دي نو بیا له یوه بل سره تیل نه شریکوو .

اشرف غنی هم د ۲۰۱۹ میلادی کال په فروري میاشت کې وویل مونږه د اوبو د کنټرولو لپاره پانګونه کوو ځکه چی د افغانستان د اوبو هره قطره به د ګاونډیانو له تیلو ګرانه بیه وی . په ۲۰۲۱ کال کی  هم د کمال خان بند په پرانستونکیو دستوروکې اشرف غنی د هلمند له ابیحقه د زیاتې اوبه تبادله له تیلو سره وکړه .

په حقیقت کې افغانستان د امریکا په شل کلن پوځی پړاو کې او د واشنګټن او همداراز ترکیې په لمسون او د ټولنو د ټیټې سویې خلکو د حقوقو په نظر کې نیولو پرته له ګډوسیندونو اوبو په اوزاری استفادې پسې وو .  له تیلی سرچینو سره د ګډو نړیوالو او له پولو وراخوا سیندونو اوبو پرتلنه چی د یوه هیواد دننه وجود لری او ګډه نه وی ، له اساسه یوه غلطه پرتلنه ده او منطقی او حقوقی استدلال نلری .

حقیقت دا دی چې  له پولو بهر د اوبو په سرچینو د مطلقې ځمکنۍ واکمنۍ نظریه په نړیوالو حقوقو کې بیخي منسوخه شوې خو  د ترکیې او د نیواک د دوران د  افغانستان  په اعمالي او اعلاني سیاستونو کې ډېره ښه د لیدلو وړ  ده. په زړه پورې دا ده چې  د دواړو هیوادونو  د سیاست په جوړولو کې د امریکا رول څرګند دی. امریکا په سوریې ، عراق او ایران د فشار راوستلو د وسیلې په توګه د ګاپ د پروژې په چوکاټ کې  د ترکیې د ډیم جوړولو له سیاسته  هرکلی کوي، د ترکیې په مقابل کې ارزان بیه اوبه منجمله د ماناوګات سیند اوبه صهیونسټ رژیم ته ورکوي. په دې ډول چې انقره د صهیونسټ  رژیم د اوبو تر ټولو لویه تامینوونکې ده. په افغانستان کې هم امریکا به داسې حال کې د دغه هیواد ډیم جوړولو له سیاسته او د افغانستان د پراختیا په پلمه د ایران او افغانستان د ابي موافقو د ماتولو ملاتړ کاوه چې  د افغانستان د نیواک په شلو کلونو کې د افغانستان هیڅ یو زیر ساخت او بنیادي تاسیسات جوړ نه کړی شول ځکه چې د افغانستان ترقي بیخي د امریکا په لومړیتوب کې نه وه. امریا هڅه کوي له اوبو د ایران  په خلاف د فشار د اړم په توګه استفاده وکړي او له دې نظره هم  له امریکا سره د اشرف غني د دولت ملګرتیا  د افغانستان د خلکو له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

 

ټیګونه