May 26, 2022 04:57 Asia/Kabul
  • د کابل په جومات  کښې بیا بم چاودنه شوي

شفقنا خبري اژانس وايي دغه بم چاودنه پرون د افغانستان د کابل ښار د ټرافیک په څلور لاره کښې په حضرت ذکریا جومات کښې شوي ده او ځینو سرچینو په دغه ترهګرې بم چاودنې کښې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړی دی .

د کابل د روغتون سرچینو ویلي دي چې دغه روغتون ته د حضرت ذکریا جومات د بم چاودنې دوه ویشت ژوبل کسان راوړل شوي چې پینځه یې روغتون ته له راوړل کیدا وروسته مړه شوي دي .

خو یوه عیني کتونکي وویل چې ما په خپلو سترګو ولیدل چې د کابل د حضرت ذکریا په جومات کښې د بم چاودنې له کبله لس کسان وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي .

له دې مخکې هم د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کښې په شیعه هزاره میشته سیمه کښې په دریو نورو ترهګرو  بم چاودنو کښې تراوسه درې دیرش کسان مړه او ژوبل شوي دي .

د مزارشریف ښار د روغتون سرچینو ویلي دي په دغو دریو بم چاودنو کښې تراوسه پینځه کسان وژل شوي  دي او پینځویشت ژوبل کسان هم د ښار روغتونونو ته وړل شوي دي چې یوشمیر کسان پکښې مرګي حاله دي .

د مزارشریف د بم چاودنو د مړو کسانو مړي سخت سوځیدلي دي او هغه د پيژندګلوۍ وړ نه دي .

احتمال شته چې د مزارشریف د پرون ورځې د ترهګرو بم چاودنو د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر نور هم پسې زیات شي .

په افغانستان کښې له تیرو څو میاشتو راهسې د شیعه مسلمانانو د جوماتونو، امامباړو او ښوونځیو پرضد ترهګرې حملې زیاتې شوي چې تراوسه پکښې په سلګونو کسان مړه او ډیر نور ژوبل شوي هم دي .

Image Caption

 

 

ټیګونه