د طالبانو مشر ځان لپاره سلاکاران ټاکلي دي
May 27, 2022 14:07 Asia/Kabul
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې په یوه ناسته کې ملا محمد عمرجان، مولوي محمد عیسی، مولوي کمال زاده او مولوي جان محمد مدني د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکلي دي.
د اوا له راپور سره سم، دغه څلور تنه په کندهار کي د طالبانو د مشر، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو ترمنځ د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شوي.
د طالبانو مشر وروستی ځل لپاره په کوچني اختر کې د کندهار ولایت عیدګاه جومات کې د خلګو په وړاندې حاضر شو.