May 27, 2022 14:12 Asia/Kabul
  • طالبان دي د بشري حقونو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي

د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ښځو باندې د طالبانو له محدودیتونو څخه په نیوکې سره ویلي د افغانستان سرپرست حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یوشان کړي.

ریچارډ بېنېټ چي د بشري حقونو څېړنې په موخه افغانستان ته راغلی و تېره ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د دې هیواد په بشري حالاتو اندېښنه څرګنده کړه او په اهل تشیع باندې ترهګریز بریدونه سیسټماتیک وباله او د پایلو په هکله یې خبرداری وکړ.

هغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټولګیو بندول، ښځو ته په سیاسي برخه کې د ونډې نه ورکول، د بیان پر ازادي محدودیتونه او د ښځو حجاب په اړه بیلابیل فرمانونو ته په اشارې سره وویل: زه په طالب چارواکو ږغ کوم چي په یادو زمینو کې خپلي پالیسۍ بدلي کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړونکی تاکید وکړ چي که داسې یو ټولګډونه حکومت جوړ شي چې ټول پکې ځانونه وګوري او د نارضایتیو لپاره یوه د حل لاره وموندل شي دا به وکولای شي چې د افغانستان د بې ثباتي د خطرونو مخه ونیسي.

د بلي خوا څخه بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې مسالې په غبرګون کې ویلي چې حکومت د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه ولار دی.

 

 

ټیګونه