May 27, 2022 14:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د اهل تشیع د وژنو غندنه

د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه هیواد کې د شیعیانو او هزاره قومیتونو د وژلي په غندلو سره، په هغوی باندې وروستي بریدونه سیسټماتیک وباله او د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو ریپورتر په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د اهل تشیع عام وژنه د بشریت په ضد یو ستر جنایت وباله.

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز مزاره کې په وروستیو بریدونو کې چي داعش ترهګره ډله یې پړه په غاړه واخیسته په لسګونو بې ګناه انسانانو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ملګرو ملتونو راپورټر په داسي حال کې په یاده موضوع باندې خبري کوي چي لوېدیځ هیوادونه چي د بشري حقونو د دفاع ادعا لري، په افغانستان کې د اهل تشیع د وژلې په وړاندې چوپتیا غوره کړې او د هغوی د وژنې ننداره کوي. داسي یو حالات چي د امریکا له لوري رامینځ ته شوي دي، امریکا له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د داعشیانو په راوستلو سره د دغو خونړیو بریدونو زمینه برابره کړې ده.

سمیرا مروتي د سیاسي چارو کارپوهي په دې اړه وایي: د داعش تر ماته خوړلو وروسته، امریکا د دې ترهګري ډلي عناصر افغانستان ته ولېږدول او په دې توګه یې نوې فتنه افغانانو ته رامینځ ته کړه، تر څو هم افغانستان کې کړکېچ دوام پیدا کړي او هم سیمه ورسره ناامنه شي.

ځینې سیاسي محفلونو چي د افغانستان له دنني څخه راپورونه تر لاسه کوي، په طالبانو کې د ملاعبدالغنی برادر او سراج الدین حقاني تر مینځ اختلافات، د طالبانو د تنخوا نه شتون او ځینو ته د څوکي او د مقام نه ورکړه، داعش ترهګري ډلي سره د یو شمېر طالبانو د یوځای کېدو لامل ګڼي  چي د امله یې په افغانستان کې غلچکي او ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

ویل کیږي چي د سراج الدین حقاني ډله اوس هم په مستقیمه توګه د پاکستان د فوځي استخباراتي ادارې (آی اس آی)  تر نظر لاندې فعالیت کوي او په دې خاطر د امریکې او د ملابرادر تر مینځ د دوحي د موافقې د پلې کېدو مخنیوي کړی دی، امریکا هم په دې پلمې سره د افغانستان د شتمنیو په کنګلولو سرهو د طالبانو له مخالفانو څخه ملاتړ کوي چي د امله یې په دغه هیواد کې تاوتریخوالې په زیاتېدو دي.

د پاکستان د چارو شناند علی خزایی په دې اړه وایي: یوه مساله چي پام نه دی ورته شوی په طالبانو کې د سراج الدین حقاني او د ملابرادر تر مینځ د اختلافاتو دوام دی، په ټېره بیا د افغانستان په ننګرهار ولایت کې، داسي یو ځای چي د داعش د ترهګري ډلي پټنځای بلل کیږي.

هغه زیاتوي: داعش ترهګره ډله له رامینځ ته شوی چانس څخه استفاده کوي او د غلوونکو ژمنو په کارولو سره د طالبانو ناراضي عناصر ځان ته جذبوي او د تاوتریخوالو په زیاتولو سره، د نفاق د اچولو په لړ کې خپلي موخي تعقیبوي.

په هر صورت کې د افغانستان خلګ د ملګرو ملتونو څخه تمه لري چي د خپلو نړیوالو مسئولیتونو په چوکاټ کې د دې هیواد د ستونزو له حل سره مرسته وکړي او یوازې د راپور په ورکولو بساینه نه وکړي. ځکه چي د ملګرو ملتونو اداره په هیوادونو کې د سولي او د ثبات د پیاوړي کولو او د مرستو د رسولو دنده په غاړه لري. دغو مسالو ته په کتو سره، د ملګرو ملتونو اداره باید له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه کار واخلي تر څو په افغانستان تاوتریخوالي پای ته ورسوي، ځکه چي په افغانستان کې د تاوتریخوالو په دوام سره د ترهګرو ډلو د پیاوړې کېدو زمینه برابرېدایشي چي ورسره د سیمي د ټولو هیوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخ کیږي.

 

 

ټیګونه