May 28, 2022 11:01 Asia/Kabul

طالبانو د موقت حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت د ختیځ د شینوارو اړوند ولسوالیو کې د ډیورنډ پر پوله پرتو امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د دوه سوه یو خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وایي: د طالبانو د موقت حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد ننګرهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت له چارواکو سره تر لیدو وروسته د دې ولایت د ختیځ د شینوارو اړوند ولسوالیو کې د ډیورنډ پر پوله پرتو امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه.

مولوي محمدي وویل دفاع وزیر وروسته له هغې چې خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه هغه ته په یاده سیمه کې دامنیتي وضیعت په اړه معلومات وړاندې کړل، دفاع وزیر په امنیتي پوستو کې میشتو ځواکونو ته دهغوې دستونزو دحل ډاډ ورکړ او هغوې یې خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل.

د خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي محمدي وویل دفاع وزیر وروسته دشینوارو په ولسوالۍ کې په یوه پوځی چوڼۍ کې د قومي مخورو او دیني عالمانو په جوړه شوې ناسته کې هم برخه واخیسته او دخبرو پر مهال یې ولسونه له اسلامي امارت څخه ملاتړ ته راوبلل اوهغوې ته یې د ولسي ستونزو د حل  او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.

له دې وړاندې هم دطالبانو دموقت حکومت لوړ پوړو پوځي چارواکو د ننګرهار په ولایت کې د ډیورنډ پولې ته څیرمه پرتو امنیتي پوستو څخه لیدنه کړې وه خو دا لومړی ځل دی چې واک ته دطالبانو تر رسیدو وروسته د ملي دفاع سرپرست وزیر دې ولایت ته سفر کوي او د امنیتي پوستو څخه پر لیدنه سربیره له ولسي مشرانو سره هم ناسته ترسره کوي.

 

ټیګونه