په غزني ولایت کې د خلکو په مالي لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره کیښودل شوه نور حال په راپور کښې لرو
May 28, 2022 11:17 Asia/Kabul
د افغانستان د غزني ولایت د (جغتو) ولسوالۍ د (ترګان) درې په سیمه کې د یادې سیمې د اوسیدونکو په مالي لګښت د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست د مطبوعاتو آمر مولوي عبدالله منصور تهران راډیو سره په مرکې کې وویل چې دیاد ښونځي ودانۍ په (۷۰۰) متر مربع ځمکه کې د لس (۱۰) میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې (۱۴) خوني به و لري او شاوخوا د (۴۰) کلیو زده کوونکي یاد ښونځي ته دزده کړې لپاره راتلی شي.
ویل کیږي تر دې وړاندې د یادې سیمې زده کوونکو د خیمې تر لاندې زده کړې کولې.
د یادولو وړ ده چې د (ترګان) دره د غزني ښار په شاوخوا (۴۰) کیلومترۍ لودیځ لور کې د (جغتو) ولسوالۍ کې پرته غزنۍ سیمه ده چې خلک یې په (دري) ژبه خبري کوي.