May 28, 2022 11:15 Asia/Kabul
  • ننګرهارکښې د طالبانو په برید کښې درې تنه ولسي وګړی ژوبل شول

طالبانو په ننګرهار ولایت کښې د واده په موټر دزې کړي چې له امله یې د واده ځلمی او دوه تنه نور ژوبل شوي دي

عیني شاهدان وایي پرون ناوخته د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د غیبي بابا په سیمه کښې دطالبانو په یوې څارونکې پوسته کښې د دواده له ځلمي سره په موټر کښې ناستو کسانو او طالبانو تر منځ د موسیقۍ پر غږولو لفظي شخړه رامنځته شوه چې وروسته طالبانو پر دغه موټر ډزې وکړې او په کښې د واده ځلمی، د هغه ورور او یو بل خپلوان یې ژوبل شول.

عیني شاهدانو ویلي چې ټپیان د درملنې په موخه د جلال آباد مرکزي روغتون ته وړل شوي چې ډاکترانو د یو ټپي روغتیایي حالت اندیښمن بللی او د ښې درملنې په موخه یې پلازمینې کابل ته لیږدولی دی.

بل پلو د واده د ټپي شوي ځلمي پلارشکرالله ویلي چې دوي د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې اوس مهال د سره رود په ولسوالۍ کې هستوګن دي. هغه ویلي چې زوی یې د ناروې په هیواد کې استوګن دی او د خپل واده دمراسمو ترسره کولو لپاره راغلی وو. عیني شاهدانو ویلي چې د ننګرهار والي او امنیه قوماندان یادې کورنۍ ته ډاډ ګېرنې په موخه ورغلي او هغوې ته یې ډاډ ورکړی چې ددې پېښې عاملین به مجازات کړي.

د ویلو ده چې واک ته دطالبانو له رسیدو راهیسې  دا په ننګرهار کې دریمه پېښه ده چې د واده په مراسموکې رامنځته کیږي او په کښې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

ټیګونه