May 28, 2022 13:03 Asia/Kabul
  • د تاجکستان په غونډې کښې د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه وبلل شو

په تاجکستان کښې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه چې د روانې میاشتې په پنځمه نېټه جوړه شوې وه، پرون پاې ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې په یادې ناستې کې د اتو هېوادونو د امنیت سلاکارانو ګډون کړی و او ټینګار یې کړی، چې هیڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. په دې ناسته کې، دغه راز ویل شوي، چې په افغانستان هر رامنځته کېدونکی بدلون باید د افغانانو په مشري وي.

د معلوماتو له مخې د یادې غونډې ګډونوالو دغه راز د طالبانو له موقته حکومت څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت لپاره باید د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وشي.

د دغې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی به په افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه کوي او ټولو اړخونو ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم دی.

د غونډې ګډونوالو دغه راز ویلي چې دوی به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي خو ددغه هېواد په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د افغانستان د امنیت تامین به افغانانانو ته پرېږدي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې وکړی شي دلته روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي. د غونډې ګډونوالو په دې هم ټینګار کړی چې له نورو په تېره د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په جوړولو کې هم همکاري کوي.

یاده دې وي چې دغه غونډه کې د تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران چین او ځینو نورو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و.

 

ټیګونه