May 28, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • طالبانو په بامیان کښې د امام خمیني نومي روغتون په بشپړیدو ټینګار وکړ

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر د افغانستان په بامیان ولایت کښې د امام خمیني(رح) نومي روغتون د جوړیدو د مخې د خنډونو په ختمیدو تاکید کړی دی

قلندر عباد پرون په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په ګډه په بامیان ولایت کښې د امام خمیني په نامه جوړیدونکي روغتون له کتنې وروسته وویل چې د دغه درملیز مرکز د جوړیدو د مخې خنډونه به ډیر زر لرې کړی شي.

هغه د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهورت مرستو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په بامیانو کښې د دې بې وزلې سیمې د خلکو لپاره د دغه درملیز مرکز جوړول د خلکو د علاج لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا یو ښه او نیک کار دی.

په کابل کښې د ایران دسفارتخانې مرستیال سید حسن مرتضوي هم د ایران له خوا د دغه روغتون د جوړیدو په هکله څرګنده کړه چې د دې پروژې جوړول په تیرو کلونو پورې اړونده دي خو په مختلفو وجوهاتو یې بشپړول تراوسه ځنډیدلي دي.

هغه وویل چې د دغې انساني او عام المنفعه پروژې د بشپړولو مالي سرچینې د اشرف غني د حکومت له خوا د امریکې د بندیزونو په پلمه کنګل شوې خو اوس د دغې ستونزې د هوارولو په تکل کښې یو.

 

ټیګونه