طالبان:
پر افغانستان دباؤ اچول ګټه نه لري
سهیل شاهین: په افغانستن کښې د دباؤ سیاست په هیڅ توګه کارنده نه دی او نړۍ باید له افغانستان سره تعامل وکړي.
په قطر کښې د طالبانو د حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان په هکله د ترسره شویو غونډو په هرکلي سره څرګنده کړه چې په افغانستن کښې د دباؤ سیاست په هیڅ توګه کارنده نه دی او نړۍ باید له افغانستان سره تعامل وکړي.
سهیل شاهین د افغانستان په هکله تاجکستان په کوربه توب د سیمې د هیوادونو د دوه ورځنۍ امنیتي غونډې په هکله ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت نه پریږدي چې د هیواد له خاورې یې د نورو هیوادونو خلاف کار واخیستی شي.
هغه د طالبانو په حکومت باندې دباؤ اچول یو عبث کار وباله او څرګنده یې کړه چې د دباؤ تکنیکونه په افغانستان کښې په هیڅ توګه کارندوالی نه لري.
هغه د طالبانو له حکومت سره د سیمې د هیوادونو په نیغ په نیغه تعامل باندې په ټینګار سره وویل: که څوک کومه موضوع لري نو مونږ تیار یو چې له صلحه ایزو لارو چارو خبرې وکړو او هغه حل کړو.