ننګرهار کښې د معلولیت لرونکو ځوانانو تر منځ د کرکت شل اوریزه سیالۍ پېل شوې
ځایي چارواکي وایي دا سیالۍ چې دڅلورو ختیځو ولایتونو دمعلولیت لرونکو ځوانانو دکرکټ لوبډلې پکې برخه لري په هیوادنۍ کچه د معلولیت لرونکو وګړودملي ټیم دغوراوي لپاره ترسره کیږي
دننګرهار ولایت د کرکټ بورد مشر نعمت عالم وایي دکرکټ په دې شل اوریزو سیالیو کې پر ننګرهار سربیره د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونود معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ لوبډلې هم برخه لري. نوموړي وایي ددې سیالیو نه یې موخه داده چې په هیوادونۍ کچه د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د وړ لوبغاړو غوراوی ترسره شي. نعمت عالم وایي له دې سیالیو وروسته په سهیل ختیز ولایت خوست کې د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ دلوبډلو تر منځ سیالۍ پېلیږي چې په هغه سیالیو کې به دهیواد په کچه د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ شل کسیزه ملي لوبډله جوړه شي. دمعلولیت لرونکو ځوانانود کرکټ دلوبډلو روزونکي هم په ولایتي او بیا دزونونو په کچه ددا ډول سیالیو ترسره کول غوره ګام بولي د لغمان ولایت د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ دلوبډلې روزونکی عنایت وایي دا لوبې نه یوازې داچې دځوان نسل د ښې روزنې او سالمې بوختیا لپاره یو فرصت دی بلکې په ولایتي او هیوادنې کچه به د لوبډلو د چمتوکولو لپاره وړ لوبغاړي هم وموندل شي. معلولیت لرونکي کرکټ لوبغاړي هم خوښ دي چې په دا ډول سیالیو کې ونډه لري دوې وایي همدا سیالۍ دي چې ددوې پر مخ دبریااو پرمختګ دروازې پرانیزي.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې دورزش برخې ته خورا پاملرنه شوې او دبېلابېلو لوبو سیالۍ پکې ترسره کیږي. چې ددې سیالیو ترسره کیدو نه یوازې لوبغاړي بلکې دلوبو مینه وال هم خوشحاله ساتلي دي.