Jun 05, 2022 12:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیوال سوپر لیګ کښې دریم مقام ته پورته شو

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځینو لوبو سیریز پرون پیل شو

د پرونۍ لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې یا بیټنګ بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۶ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۷۷ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې رحمت شاه ۹۴ او حشمت شاهدي ۸۸ منډې جوړې کړې.

زمبابوې لوبډله یاد هدف ته ونه رسېدله او ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۴۹ اوور کې د ۲۱۶ منډو په جوړولو وسوځېدل.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه یا بالنګ کې محمد نبي عیسی خېل څلور، راشد خان او فضل حق فاروقي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی رحمت شاه ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره لس نومرې یعنې پواینټس ترلاسه او د سوپر لیګ پړاو جدول کې یې درېیم ځای خپل کړ.

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له دې وړاندې په سوپر لیګ پړاو جدول کې پنځم مقام درلود.

 

ټیګونه