Jun 08, 2022 05:12 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو چارواکي وایی له دې سیالیو تر سره کولو یې موخه د ځوانانو سالمه بوختیا او فکري روزنه ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست د بدني روزنې امر منیرالدین خالد وایي د دې ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د هلکانو د څوارلسو لېسو تر منځ یې دکرکټ سیالۍ پېل کړي دي .

 نوموړی وایي دا سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي او د لوبغاړو له منځه به د خوګیاڼیو ولسوالۍ دپوهنې امریت لپاره د کرکټ یوه منتخبه لوبډله هم غوره کړي.

 د ننګرهار دپوهنې ریاست د بدني روزنې امر وویل د دې سیالیو څخه یې موخه د ځوانانو فکري روزنه او هغوې ته دسالمې بوختیا رامنځته کول دي. د نوموړي پر وینا خوګیاڼي په ننګرهار کې  د سړې هوا لرونکي سیمه ده او د کال په دې موسم کې چې په تودو سیمو کې دګرمۍ له امله  کالنۍ رخصتۍ  پېل شوي دښوونځیو زده کوونکي هم کولای شي ددې لوبو ننداره وکړي.

 د رواني روغتیا کارپوهان لوبې د انسان د ذهني سکون او ارامتیا لپاره اړینې بولي او د دا ډول لوبو ترسره کول چې پکې د ګڼ شمیر ځوانانو بوختیا ته زمینه برابره شوې وي یو غوره اقدام ګڼي.

 

ټیګونه