که څوک وغواړي نو په ۱۵۰۰۰ زره افغانۍ سره هم واده کولای شي؟
Jun 13, 2022 14:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ولور یعني شیر بها او د نورو ډیرو مشکلاتو لکه بې وزلۍ ، بې روزګارۍ او د پیسو د نشتون په وجه د وادونو ترسره کیدل ډیر مشکل شوي دي.
خواوس تاسو ته نن داسې دوه کسان در معرفي کوو کوم چې په پینځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانیو سره توانیدلي دي چې له یوبل سره واده وکړي.
د افغانستان دغه دوه کسان ښاغلی عناب بیګزاده او میرمن جوهره احمدي نومیږي کوم چې د ګردیز ولایت وسیدونکي دي او دوې سره ټولیګوال دي یعني یوځاې درس وايي.