Jun 19, 2022 12:36 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د سپین غر زون معلولیت لرونکو ځوانانو کرکټ لوبډلې د هېواد په کچه اتلولي خپله کړه

د افغانستان د کرکټ  بور‌ډ ځایي چارواکي وایي له دې لوبډلې به څو تنه د هېواد د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې ته غوره شي.

دافغانستان په خوست ولایت کې د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي نجیب الله ترکي چې په یوه ترافیکي پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و په نوم د هېواد د پنځه زونونو د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ لوبډلو تر منځ سیالۍ تر سره شوې چې د سپین غر لوبډلې ددې سیالیو اتلولي خپله کړه .

د ختیځ زون د کرکټ بورډ سرپرست مشر نعمت عالم وایي د دې لوبو لپاره لومړی د ولایتونو تر منځ سیالۍ تر سره او د زون په کچه یوه لوبډله غوره شوه چې بیا د خوست ولایت د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د پنځو زونونو تر منځ دشل اورونو سیالې وشوې .

 نعمت عالم وویل د سپین غر لوبډلې په نیمه پاې لوبه کې «امو» او په پای لوبه کې «بند امیر» لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې لوبو اتلولي خپله کړه. نوموړي چې په جلال اباد کې دسپین غر د اتلې لوبډلې د بریالې راستنیدو په ویاړ جوړ شویو مراسموکې رسنیو سره خبرې کولې وویل له دې لوبډلې به تر ارزونې وروسته څوتنه د هېواد د معلولیت لرونکوځوانانو د کرکټ ملي لوبډ‌لې ته غوره شي .

د سپین غرزون د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر محمداشرف په خوست ولایت کې د جوړو شویو سیالیوپر ستاینې سربېره وویل دا ډول سیالۍ جوړول ددوې د پرمختګ لامل کیږي.

 هغه وویل په لوبډله کې ښه همغږي ، د لوبغاړو خواري او د مینه والو ملاتړ ددې لامل شو چې موږ د هېواد په کچه بریا خپله کړو.

 محمد اشرف وویل له لوبډلې یې درې تنه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې ښه وځلیدل د معلولیت لرونکو ځوانانود کرکټ ملي لوبډلې  ته غوره شول. د معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ لوبغاړو وروستیو کړنوته په پام سره اټکل کیږي چې دافغان  معلولیت لرونکو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله به په نړیوالو سیالیو کې هم ښه لاسته راوړنې ولري.

 

ټیګونه