د زلزلې له امله د مړو شمیر ۳۰۰ ته ورسید، ۸۰۰ ژوبل دي
Jun 22, 2022 12:36 Asia/Kabul
د افغانستان سویل کښې د راغلې زلزلې له امله تر دې دمه ۳۰۰ کسان مړه او ٨٠٠ نور زخمي شوي دي
د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې ځايي سرچینو ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په برمل، زیروک، نکې او ګیان ولسوالیو کښې د ۶ ریکټره زورورې زلزلې له امله څه باندې ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې زلزلې له امله د افغانستان ځیني نور ولایتونه هم ولړزیدل او په ګیان ولسوالۍ کښې ځايي سرچینې وايي چې په دې پیښې کښې یو کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.