ملا برادر:
له زلزله ځپلو سره دې سمدستي مرستې وشي
Jun 22, 2022 14:50 Asia/Kabul
د طالبانو د وزیراعظم وړومبي مرستیال حکومتي ارګانونو ته حکم ورکړ چې په افغانستان کښې له زلزله ځپلو سره مرستې دې په فوري توګه پيل کړي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه د طالبانو د لنډمهاله حکومت د وزیراعظم وړومبي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پکتیکا، خوست او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کښې له راغلې زلزلې د خواشینۍ په څرګندولو سره د دغې پيښې له ځپل شویو او د قربانیانو له کورنیو سره د سمدستي مرستو غوښتنه وکړه.
ملا عبدالغني برادر د قربانیانو له پاتې شویو او له زیانمن شویو کورنیو ره د خواخوږۍ په څرګندولو سره حکم وکړ چې زلزله ځپلو ته دې سمدستي مرستې ورسولې شي.
ملا برادر چې په طبیعي پیښو د غور د کمیشن د مشرۍ دنده هم په غاړه لري، ټینګار کړی چې اړونده ارګانونه دې خپل ټول امکانات له خلکو سره د مرستې په لړ کښې وکاروي.