Jun 22, 2022 16:54 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې خیریه بنسټونو دپکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سر دمرستو راټولولو غوښتنه کړې ده

زمونږ خبریال وايي د افغانستان یو شمیر ننګرهار او کابل میشتو ځوانانو او دقلم خاوندانو بیا له پکتیکاوالو او خوستیانو سره د خواخوږۍ له امله د خپلو ټولنیزو شبکو پروفایلونه تور کړي دي

په جلال اباد کې د انصار په نوم خیریه بنسټ مشر میرویس میلمه پال وایي په جلال اباد کې د خیریه بسټونو د ټولنې په ناسته کې پریکړه وشوه چې په پکتیکا او خوست ولایتونوکې له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو راټولول پېل شي.

نوموړي وویل خیریه بنسټونو پر خپلو مرستو سربیره له خلکو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

 د خیریه بنسټونو تر څنګ یو شمیر قومي مخورو او پیژندل شویو څېرو هم د ټولنیزو شبکو له لارې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستو کولو غوښتنه کړې ده .

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي نعمت الله کریاب پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې همدا د ملي یووالي او خواخوږۍ وخت دی او موږ ټول  باید لاس په کار شو.

 پر دې سربیره یو شمیر ننګرهار میشتو ځوانانو او د قلم خاوندانو د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو سره د همدردۍ لپاره دخپلو ټولنیزو شبکو پروفایلونه تور کړي دي .

 څوتنو ځوانانو خپل نظر او احساسات دا ډول وښودل، پر دې سربیره ویل کیږي چې د ټولو هغو روغتونونو مخې ته چې د پکتیکا او خوست ولایتونو دوروستۍ زلزلې ټپیان وروړل شوي  ټپیانو ته د ویني ورکولو په موخه په خپل خوښې ډول دخلکو کتارونه ولاړ دي.

 بل پلو ویل کیږي چې د خیبر پښتونخوا روغتونونو ته د ټپیانو دلیږد په موخه   د انګور اډې دروازه د امبولانسونو او هغه موټرو چې ټپیان لیږدوي پرانستل شویده .

 د طالبانو د موقت حکومت په وروستي اقدام کې دسیمي او نړۍ پر هیوادونو د مرستو پر غوښتلو سربیره د وزیرانو شورا په بیړنۍ ناسته کې د زلزلې د قربانیانو کورنیو سره د یو ملیارد افغانیو مرستې پریکړه وکړه.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله دمړو او ټپیانو شمیر تر دوه زرو زیات ښودل شوی او ویل کیږي چې دا شمیره وروستۍ نه ده او لا د بدلون په حال کې ده.

احتمال شته چې د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شي.

 

ټیګونه