د افغانستان په زلزله کښې د مړو شمیر ۱۰۰۰ ته کابو شو
Jun 22, 2022 17:20 Asia/Kabul
د افغانستان سویل کښې د راغلې زلزلې له امله تر دې دمه ۹۲۰ کسان مړه او څه باندې ۶۰۰ زخمي شوي دي
د افغانستان په پکتیکا ولایت کښې ځايي سرچینو ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت په برمل، زیروک، نکې او ګیان ولسوالیو کښې د ۶ ریکټره زورورې زلزلې له امله تقریباً یونیم زر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طلوع نیوز خبري چینل د افغانستان په طبیعي پيښو باندې د غور د چارو د یو مسئول مقام مولوي شرف الدین له قوله ویلي چې بیګا نیمه شپه د راغلې زلزلې له امله تراوسه د مړو شمیر ۹۲۰ تنو ته رسیدلی دی او هم داشان ۶۲۰ کسان زخمي شوي دي.
د دغې زلزلې له امله د افغانستان ځیني نور ولایتونه هم ولړزیدل او په ګیان ولسوالۍ کښې ځايي سرچینې وايي چې په دې پیښې کښې یو کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.