امنیت شورا د افغانستان په چورلیزتوب غونډه ترسره کوي
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي. د دې غونډې موضوع په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د پرونۍ زلزلې په تړاو بلل شوي.
افغان غږ خبری آژانس وایی په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د یوناما عمومي مشر رامز الکباروف به هم امنیت شورا ته راپور ورکړي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ویلي. تمه ده چې په دې غونډه کې به د وروستۍ زلزلې په اړه هم خبرې وشي.
د سه شنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست په ګډون د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.
د طالبانو مشر له مرستندویه موسسو وغوښتل چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه همکاري وکړي.
په همدې حال کې د سیمې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره مرستو ته چمتووالی ښودلی دی. د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې هم ولسي وګړو د ټپيانو لپاره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى دى.