کونړ ولایت کښې لس کسان مړه او ژوبل شوي
زمونږ خبریال وايي په کونړ ولایت کې د کور چت پریوتو له امله لږترلږه لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
عینی شاهدان وایي په کونړ ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله تیره شپه د دې ولایت د مرکز اسداباد اړوند د کړه مار په سیمه کې د یو کور چت راپریوته.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوي نجیب الله حنیف وایي په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي چې ژوبل کسان د درملنې په موخه د اسد اباد عامی روغتیا روغتون ته وړل شوي دي .
د اسد اباد د مرکزي روغتون ډاکترانو هم منلي چې څلور ټپیان وروړل شوي او روغتیایي وضیعت یې د ډاډ وړ دی .
خو په سیمه کې عینی شاهدان وایی چې د نړیدلې کور تخلیله او لټون د سیمی دخلکو لو لورې روان دی او ښایي دمرګ ژوبلې په کچه کې بدلون رامنځته شي.
په کونړ ولایت کې ډیرې کورونه د غرونو او غونډیو په لمنو کې جوړ شوي چې د اورښتونو او سیلابونو پر مهال ډیری وخت دا ډول غمجنی پیښې رامنځته کیږي .