Jun 24, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې نجونې په پټه زده کړې کوي

په افغانستان کښې د رضاکارانو یوه ډله (په پټو ښوونځیو) کښې هغو نجونو ته زده کړې ورکوي چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د تحصیل اجازه نه لري

په افغانستان کښې د (قلم لاره) نومې تنظیم د پټو ښوونځیو په پیلولو سره د دغه هیواد په سویلي ولایتونو کښې زده کونکو په تیره بیا نجونو ته د ښوونې لاره هواره کړې ده.

دغه تنظیم چې په ۲۰۰۹ کال کښې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کښې د ښوونیزو خدماتو په موخه جوړ شو، په (پټو ښوونځیو) کښې هغو جینکو او ښځو ته تعلیم ورکوي چې له دې نعمته بې برخې کړې شوې دي.

دغه تنظیم په قندهار، قلمند، غزني او زابل ولایتونو کښې د ۱۰۳ رضاکارو ښځینه ښوونکو په ملګرتیا سره د څه باندې ۵ نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

(راهِ قلم) نومې انجمن چې د افغانستان د قبایلو، سوداګرو او رضاکارانو له خوا یې ملاتړ کیږي، د افغان زده کونکو لپاره د زده کړې ټول وسایل (سټیشنري) برابروي.

دغه تنظیم په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې مخکښې له زده کړو په محرومو کلیو او د نښتو په سیمو کښې کار کوه.

 

ټیګونه