Jun 24, 2022 12:06 Asia/Kabul
  • هندوستان په افغانستان کې خپل سفارت پرانیست

د هند د خارجه وزارت په اعلامی کې راغلي دي ،  په کابل کې د ډيپلوماټیکو فعالیتونو له پیلیداڅخه  معنا دا نه ده چې په افغانستان کې ئې  د طالبانو حکومت په رسمیّت پيژندلی دی .

د هندوستان  خارجه وزارت  د افغانستان په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو په اعلان سره  هماغه راز د طالبانو دموقته حکومت  له په رسمیّت پيژندنې ډډه وکړه .

  تر دې دمه هیڅ یوه هیواد طالبانو موقته حکومت په رسمیّت نه دی پیژندلی. دا په داسې حال کې دي چې دغه ډله  دتیرکال په اګست میاشت کې  په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا راهسې ، دنړیوالې ټولنې په نزد د مشروعیّت اورواوالي د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي .

 د هندوستان خارجه وزارت  وئيلي دي ، تخنیکي ډله پرون  په کابل کې ددغه هیواد په سفارت کې د یره شوې ده .

 دطالبانو قدرت ته په رسیدا  او دافغانستان د وخت دحکومت په نسکوریدا پسې هند په هرات، کندهار ، جلال آباد او مزارشریف کې خپل ډيپلوماټيک دفترونه ، دامنیتی اندیښنو په دلیل وتړل  او خپل ادرست ډيپلوماټان او امنیتی پرسنل   له افغانستانه ویستل .

د هند د خارجه وزارت په اعلامی کې راغلي دي ،  په کابل کې د ډيپلوماټیکو فعالیتونو له پیلیداڅخه  معنا دا نه ده چې په افغانستان کې ئې  د طالبانو حکومت په رسمیّت پيژندلی دی .

 

ټیګونه