د روسیې له خوا دمونږ د موقته حکومت د احتمالی رسمیّت پيژندنې هرکلی کوو
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوې مرکې کې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت د په رسمیّت د پيژندنې د احتمال خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ویندوي مرستیال په یولړ خبرو کې د روسیې له خوا د په افغانستان کې د دغې ډلې د موقته حکومت د په رسمیّت پيژندنې د احتمال هرکلی کړی دی .
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوې مرکې کې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت د په رسمیّت د پيژندنې د احتمال خبر ورکړی دی.
شفقنا خبری آژانس راپور ورکړی، د طالبانو د حکومت د ویندوي مرستیال بلال کریمي دکابلوف ددغې فیصلې هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ، طالبان دنړیوالې ټولنې له خوا د رواوالي دترلاسه کولو لپاره انډولیز سیاست وړاندې کړی دی ، او ددغې چارې لپاره ئې درست لازم شرائط مراعات کړي دي .
د کابلوف په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې باب وئيلي دي ،د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره د هیڅ یو هیواد په تیره بیا د امریکا او دهغې د شر یکانو پیروي نه کوي او فیصله به د روسیې دخکومت پخپلې غاړې وي او له هر هیواد سره چې د متقابل احترام اصل رعایت کړي ، ښې اړیکې ټينګوو .
داپه داسې حال کې دي ، چې د ضمیر کابلوف له خوا دغه شان احتمال مخکې هم څرګند شوی ؤ ، خو وروسته بیا د روسیې خارجه وزارت دغه شان احتمال رد کړی او وئیلي ئې وو ،چې په افغانستان کې دطالبانو دحکومت په رسمیّت پيژندنه فی الحال د دوي په ایجنډا کې نشته .