Jun 24, 2022 15:14 Asia/Kabul

ښایي د لټون پر مهال بدلون پکې راشي . دتېرې ورځې دزلزلې د مړو او ټپیانو لټون لاهم دوام لري چې تر اوسه  تر دوه زره پنځه سوه دزیاتو مړو او ټپیانو دلیږد خبرونه خپاره شویدي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ،د طالبانو د موقت حکومت د عامی روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وایي دپکتیکا ولایت څخه د عامې روغتیا وزارت سیمه ییزو چارواکو له لورې په ورکول شویو معلوماتو کې ویل شوي چې  نن له غرمې مخکې پر لسو بجو یو ځل بیا د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چېرته چې دوه شپې وړاندې سختي زلزلې بې سارې مرګ ژوبله رامنځته کړې او درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دسختې زلزلې ټکانونه احساس شول چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او تر یوولسو زیات ژوبل شوی دي. دنوموړي پر وینا ټپیان ددرملنې په موخه نږدې سیمه ییز روغتون ته لیږدول شویدي. دعامې روغتیا وزارت ویاند وویل د دې زلزلې له امله دمړو او ټپیانو شمیره وروستۍ نه ده او ښایي د لټون پر مهال بدلون پکې راشي . دتېرې ورځې دزلزلې د مړو او ټپیانو لټون لاهم دوام لري چې تر اوسه  تر دوه زره پنځه سوه دزیاتو مړو او ټپیانو دلیږد خبرونه خپاره شویدي.

 

ټیګونه