Jun 26, 2022 06:05 Asia/Kabul
  • چین له افغانستان سره ستره مرسته اعلان کړه

له زلزلې وروسته له افغانستان سره د ایران په شمول د بهرنیو هیوادونو مرستې دوام لري

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلیو لپاره اووه نیم ملیون ډالره مرسته لیږي.

دا د تېرې اوونۍ د شنبې له ورځې چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې تر زرو ډېر کسان زوروې زلزلې مړه کړي او نژدې ۲۰۰۰ نور یې ژوبل کړل، له افغان زلزله ځپلیو سره د یوه بهرني هیواد تر ټولو لویه مالي ژمنه ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق- یونېسیف وايي چې د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

د چین سیال تایوان څو ورځې وړاندې یو میلیون او جنوبي کوریا هم یو میلیون ډالره او اروپاليي اتحادیې یو میلیون یورو مرسته اعلان کړې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت به افغانستان ته خیمې، دسمالونه، بسترې، او نور د اړتیا وړ شیان ولېږي.

د متحده عربي اماراتو خبري آژانس راپور ورکړ، چې دې هېواد ۳۰ ټنه د مرستې مواد چې خواړه او نور د اړتیا وړ مواد په کې بار وو، پرون افغانستان ته ولېږل.

په بشري مرستو بار د ایران درېیمه الوتکه چې خواړه، درمل او جامې په کې دي، وړمه ورځ د خوست هوايي ډګر ته ورسېده.

وړمه ورځ هم داشان د پاکستان ۸ لارۍ مرسته زلزله ځپلیو سیمو ته ورسېدله. د طالبانو ویندوی وايي چې ازبکستان او ترکمنستان هم یوه – یوه الوتکه په مرستو بار کابل ته استولي دي.

له بلې خوا فرانس پریس خبري اژانس وايي، سره له دې چې د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته بشري مرستې استول شوي خو د جمعې په ورځ د زلزله ځپلیو سیمو ډېرو اوسېدونکو وویل چې لا هم د څښاک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي یا کموالي له ستونزې کړېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر کلي بیخي ویجاړ شوي او له زلزلې څخه روغ وتلي کسان وايي چې حتي د خپلو مړو د ښخولو لپاره وسایل نه شي موندلی. دوی د څښاک اوبو، خوړو او د سرپناه له کموالي شکایت کوي او لویه اندېښنه یې دا ده چې که ژمی راغی نو څه به کوي.

 

ټیګونه