Jun 26, 2022 06:14 Asia/Kabul
  • مشهور کرکټر راشد خان هم د خپل هیواد له زلزله ځپلو سره په مرستو کښې مخکښې دی

د زلزله ځپلیو لپاره د کرکټ د مشهور افغان لوبغاړي راشد خان مرستې له یو لاک پاونډو واوښتې

تاند خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو ستوري راشد خان چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یې د بسپنې غوښتنه کړې وه، تر وړمې شپې پورې له سل زره پاونډه زیاتې پیسې ټولې کړي دي.

ده له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره د بسپنې ټولولو کمپاین په انټرنټ کې پیل کړی دی چې پ کښې د پيسو اندازه شېبه په شېبه زیاتېږي

راشد خان د سل زره یا یو لاک پاونډو تر پوره کېدو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا تر ټاکل شوي حد ۱۵۰ سلنه زیاتې پیسې دي.

 

ټیګونه