Jun 26, 2022 09:45 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي د افغانستان ځایي چارواکي وایي زرو (۱۰۰۰)تنو ته به د دوه میاشتو لپاره دکار کولو زمینه برابره شي.

د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایي د نورستان د والي حافظ محمد اغا حکیم په هڅو له مرکزي حکومت څخه  د دې ولایت د اوسیدونکو اقتصادي وضیعت ته په پام سره د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه وشوه چې مرکزي حکومت د نورستان ولایت لپاره په لومړي سر کې دوه سوه پنځه نوي ټنه غنم ورکړل چې کاریګروته به د کار کولو په بدل کي وویشل شي.

 د نورستان دوالي ویاند وویل د دې غنمو په بدل کې به چې هر کاریګر ته به د ورځې لس کیلو ورکړل شي د دوه میاشتو لپاره زرو ځايي  اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شوه.

 سیف الدین لټون وویل په دې سره به د نورستان ولایت په  اوه ولسوالیو کې پنځه سوه کیلو متره کلیوالي سړکونه ورغول شي.

د نورستان د والي ویاند وویل والي حافظ محمد اغا حکیم له مرکزي حکومت څخه  د دغه  پروژې د پراختیا او دوام غوښتنه کړې چې پر وینا یې مرکزي حکومت هم ژمنه کړې ده .

 لټون وویل د دې پروژې چې ټولیز ارزښت یې نږدې دولس ملیونه افغانۍ کیږي  دڅارنې چارې ددې ولایت د کرهڼې او مالدارۍ ریاست ته سپارل شوې دي .

 په نورستان ولایت کې پر نوروسیمه ییزو ستونزو سربیره د سړکونو نه شتون او خرابوالی هغه ستونزه ده چې ددې ولایت اوسیدونکي ورسره له هماغه پېل  راهیسې مخامخ دي او ښایي دا ستونزه کالونه نور وخت هم واخلي.

 

ټیګونه