مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
په دې کتنه کې دواړو لورو د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې، سیاسي مسایلو، د افغانستان او چین د سوداګرۍ، بشري مرستو او چین ته د افغان محصلینو د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال له هغه څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر قانون جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین له سفیر سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې، سیاسي مسایلو، د افغانستان او چین د سوداګرۍ، بشري مرستو او چین ته د افغان محصلینو د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې.
د چين سفير دغه راز د وروستۍ زلزلې په مناسبت د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير متقي ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او په نږدې راتلونکي کې يې له زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د بشري مرستو اعلان وکړ.
د چین سفیر دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکول پیل کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې سږ کال به چین ته د افغان جلغوزو صادرات زیات کړي.