د امریکا بندیزونه افغانستان ته د مرسته رسونې خنډ دي
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې له افغان زلزله ځپلو سره دمرستو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه په غوښتې سره ووئیل ، د امریکا بندیزونه ، له دغو غمځپلو سره د ډيرو هیوادونو دمرستو دلیږد خنډ شوي دي .
امریکا په تیر اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته دطالبانو په رسیدو او له دغه هیواده د امریکائي ځواک په وتلو پسې په چټي پلمو سره دغه هیواد په ضد بندیزونه لګولي دي او د افغانستان کابو لس میلیارډ ډالري شتمۍ ئې کنګل او مصادره کړي دي ، چې د افغان ولس د مشکلاتو اوترینګلتیاؤ په زیاتولو کې ئې لازیات رول لوبولی دی . ان تر دې چې دغه هیواد زلزله ځپلو سره مرستې هم له دغه بندیزونو اغیزمنې شوي دي .
په عین حال کې د افغانستان دطالبانو د خارجه وزارت د سرپرست ویندوي عبدالقهار بلخي هم وئيلي دي ، د افغانستان زلزله ځپلي خلک سملاسی ، خوراکي شیانو ،دڅښاک اوبو ، طبی درملو او تجهیزاتو او ګرمو قالیو ته سخته اړتیا لري ، چې د امریکادظالمانه بندیزونو له امله له ډيرو هیوادونو دغه شان مرستې نشي لیږدول کیدلی باید امریکا دغه شان وخت کې خپل ظالمانه بندیزونه او محدودیّتونه لیرې کړي او دبشری حقوقو د ډنډورو وهلو سره سم دې پخپل انساني او اصولي قواعدو عمل وکړي .