Jun 27, 2022 07:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځي سیمو کې د اسلامي ایران د انسان دوستۍ مرستو قدرونه کیږي

  د  ایران د اسلامی جمهوریت  دسرې میاشتې د ټولنې پرسنل  د افغانستان په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې  له زلزله ځپلو خلکو سره  په مرستو رسونې بوخت دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ،  د افغانستان په ختیځ  کې د زلزله ځپلو سیمو کړیدلي خلک  د  ایران دا سلامی جمهوریت د انسان دوستۍ د  مرستو رسونې په ورین تندي سره قدرونه اوستاینه کوي .

  د  ایران د اسلامی جمهوریت  دسرې میاشتې د ټولنې پرسنل  د افغانستان په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې  له زلزله ځپلو خلکو سره  په مرستو رسونې بوخت دي .

د ایران اسلامی جمهوریت  تر دې دمه  د افغانستان  دغو زلزله ځپلو سیمو ته د انسان دوستۍ د مرستو څلورمه ستره جوپه هم لیږدولې ده .

په راپور کې وئيل شوي دي ،په یوه ویډیوئي فلم کې  د افغانستان  دختیځي سیمو  زلزله ځپلي خلک د ایران داسلامی جمهوریت  د مرستو له ترلاسه کولو وروسته   دو دوي د اسلامی  او انساني دندو په ترسره کولو قدرونه اوستاینه کوي .

په عین حال کې  په افغانستان کې د طالبانو  دحکومت چارواکي  ا مریکا د افغانستان د ولس په ضد د  هغو بانکي بایکاټونو په خاطر  چې ددغه هیواد له زلزله ځ پلو سره  د مرسته رسونې په بهیر کې  دخار پار لامل شوي ، سختې نیوکې  کوي .

 

ټیګونه