Jun 27, 2022 13:51 Asia/Kabul
  • طالبان په بلخاب ولسوالۍ کې عام خلګ وژني

د وحدت اسلامي ګوند مشر ویلي چي د طالبانو د حکومت له لوري استول شوي ځواکونه په بلخاب ولسوالۍ کې ملکي او بې دفاع وګړي وژني.

طالبانو لا تر اوسه د محمد محقق د دې خبرو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلي خو په افغانستان باندې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په ځلونو د دې ډلې د قومندانانو تر مینځ قومي شخړې رامینځ ته شوي دي.

د افغانستان په سرپل ولایت کې د طالبانو یو هزاره قومندان مولوي مهدی مجاهد د طالبانو په حکومت نیوکه کړې چي هزاره قوم یې سره یې جفا او بې پامي کړې ده،

د راپورنو له مخي، په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت او د مولوی مهدی مجاهد تر مینځ خبرې اترې ناکامه شوي او د دواړو لور تر مینځ نښتې روانې دي.

د حزب وحدت مشر محمد مقق نن شفقنا ته وویل چي د بلخاب د ولسوالۍ اوسېدونکي د عدالت غوښتنې په جرم له هوا او ځمکې څخه د طالب ځواکونو له لوري په امریکایي وسلو سره، په نښه کیږي.

هغه زیاته کړې چي د طالبان د اتو زرو ځواکونو په استولو سره، د بلخاب د ولسوالۍ مرکز او اته کلي نیولي او ګڼ شمېر بې دفاع خلګ یې وژلي دي.

په افغانستان کې د شیعه علماو عمومي شورا هم د یوې بیانیې په صادرولو سره، په بلخاب کې روانو نښتو ته په اشارې سره، ویلي چي په روانه جګړه کې باید ملکي وګړې ازار نه شي.

بیانیه کې ویل شوي چي د طالبانو د حکومت په راتلو سره، تمه کېده چي په افغانستان کې د جنګ او جګړه ختمه شي لیکن په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو سیمو کې د جګړې اور له سره بل شوی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چي د مولوی مهدی مجاهد تر ولکې لاندې سیمې خوشي شوي او د بلخاب په لیري پرتو سیمو کې هم تصفیوي عملیات دوام لري.

خو مولوي مهدي ته نژدې سرچینې بیا د دې خبر په ردولو سره ویلي چي هغوی په ټاکټیکي شاتګ سره، د بلخاب په مرکز کې د طالبانو ځواکونه محاصره کړي دي.

 

ټیګونه