Jun 27, 2022 15:29 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د مخکنیو چارواکو راستنېدا او د نښتو دوام

په داسی حال کې چي د طالبانو د حکومت چارواکي د افغانستان د مخکنی دولت د چارواکو له راستنېدو څخه هرکلی کوي او د راستانه شویو کسانو شمېر له سلو تنو زیات بولي لیکن دغه هیواد کې لا هم خونړې نښتې روانې دي.

په پنجشېر او بلخاب کې د نښتو دوام د دې هیواد په مختلفو سیمو کې په تېره بیا په قندهار کې چاودنې د پام وړ مساله ده، د داعش له لوري د چاودنو او د بریدونو د مسئولیت په غاړه نیول او د افغانستان په مختلفو سیمو کې د جنګونو زیاتېدا نه یوازې د افغانستان د ناوړه حالاتو ښودنه کوي بلکې د دې هیواد په چارو کې د طالبانو د حکومت کمزوري هم ښکاره کوي.

په دې خاطر د افغانستان د شیعه عالمانو ستره شورا د بلخاب له حالاتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره، د نښتو د ختمېدو غوښتنه کړې.

دا چي د طالبانو ډله د افغانستان د مخکني حکومت د چارواکو د راستنولو په لټه کې دي، که څه هم د دې ډلې له لوري د طالبانو له حکومت سره، د سیاسي او امنیتي مخالفتونو د راکمولو په لړ کې یو ښه اقدام بلل کیږي لیکن په افغانستان کې د سولي او د ثبات د ټینګولو په لړ کې یو ژور او اساسي اقدام نه ګڼل کیږي.

افغان کارپوه عبدالحمید عارفي په دې اړه وايي: افغانستان له مختلفو قومیتونو او مذهبونو جوړ هیواد دی چي تر اوسه د یو بیرغ لاندې ژوند کړي، په دغه هیواد کې د سولي او د ثبات ټینګښت چي په وروستیو کلونو کې له داخلي او بهرني نیواک او دسیسو سره مخامخ شوی یو پیاوړی ملی وحدت ته ضرورت لري.

کوم افغان مخکني چارواکي چي افغانستان ته راستنیږي که څه هم مخکې د سیاسي او اداري له نظره مهم کسان پاته شوي لیکن د قومي او مذهبي له نظره، اغېزشیندونکی کسان نه بلل کیږي. په اوسني حالاتو کې تر بل هر وخت افغانستان ملی یووالي ته ضرورت لري چي د مختلفو لارو په تېره بیا د لویي جرګې په تر سره کولو رامینځ ته کېدایشي.

د افغانستان په مختلفو سیمو کې خونړې نښتې چي په هره موخه یا نیت سره پیلیږي او دوام موندي د دې ښودنه کوي چي طالبان په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته، د ملی وحدت په راوستلو کې ناکامه شوي دي، له دې نه علاوه حتی په طالبانو کې خپلمنځي اختلافات نور هم زیات شوي په داسي توګه چي په ځینو سیاسي محفلونو کې د قندهار او حقاني طالبانو په هکله خبرې کیږي.

افغان کارپوه مسلم اخلاقي په دې اړه وایي:

طالبان د اقتصادي او امنیتې ستونزو د مهارولو په لړ کې باید د ملي وحدت د پیاوړي کولو او د ملې پالنې په لور حرکت وکړي، ځکه چي دښمنان له هر یو فرصت څخه د نفاق د رامینځ ته کولو لپاره کار اخلي او دا حالات د طالبانو د حکومت لپاره چي په نړیواله کچه کې د رسمیت پېژندنې په لټه کې دي یوه اساسي کمزورتیا بلل کیږي.

د طالبانو ډله چي په ۱۹۹۰ میلادي کال کې په  افغانستان باندې د ناکامه واکمنۍ تجروبه لري باید په احتیاط او هوښیاری سره د همپالنې او یووالې په لور حرکت وکړي، ځکه چي د افغانستان د سیاسي بدلونونو ترخه تجروبه په ښه توګه ښودلې ده چي د واک انحصار یوه ماته خوړلې او ناکامه تجروبه ده چي د طالبانو له لوري د دې تېروتنې دوام هم د ماتې ماسېوا کومه پایله نه لري، په ډې لړ کې د ځینو افغان مخکنیو چارواکو راستنېدا چي د طالبانو په اند د ملي وحدت په لړ کې تر سره کیږي د افغانستان د کورنیو اړتیاو او ضروریتونو ځواب ویونکی نه ده  چي دغه مساله امنیتي حالاتو ته په کتو سره ثابتېدایشي.

 

ټیګونه