طالبان د هیواد په مرکز کښې د علماؤ یوه ستره غونډه جوړوي
د هیواد ډیرو علمای کرامو د طالبانو له مشرتابه څخه د داسې یوې غونډې د جوړولو غوښتنه کوله
له کابله زمونږ خبریال بیګا رپورټ راکړی چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د هیواد ډیرو علمای کرامو د طالبانو له مشرتابه څخه د داسې یوې غونډې د جوړولو غوښتنه کوله
مشرتابه هم د دوي غوښتنه ومنله چې په نزدې راتلونکي کښې به د علماؤ یوه ستره غونډه جوړه شي.
مجاهد زیاتوي، دا چې غونډه د ولس د هیلو او غوښتنو په اساس جوړیږي نو د هیواد له ټولو ولایتونو او ولسوالیو څخه به ګڼ عالمان او قومي مشران ګډون په کښې کوي.
که څه هم طالبانو د دې غونډې د جوړیدو کره نیټه نه ده ښودلې خو له دې مخکښې د کابل پولي ټکنیک پوهنتون په یوې خبرتیا کښې ویلي وو چې دغه پوهنتون به د لوې جرګې د غونډې لپاره د روانې چنګاښ میاشتې له ۵ نه تر ۱۲ پورې رخصت وي.
د معلوماتو له مخې د غونډې د جوړولو چارې د ملا برادر په مشرۍ کمیشن ته سپارل شوې دي.
طالب مشران وايي چې یوازې د افغانستان ملي ټیلیویژن ته به د دغې غونډې د کوریج اجازه ورکړې شي او نورو خصوصي رسنیو ته د ورننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.