Jun 28, 2022 06:39 Asia/Kabul
  • د وروستۍ زلزلې له امله د دوه لاکه افغانانو ژوند ګډوډ شوی دی

سره صلیب د افعانستان په جنوب ختیځ کې له بوږنوونکې زلزلې پینځه ورځې وروسته وویل چې دغې پېښې کابو دوه لکه کسان متاثره کړې دی

د فارس خبری اژانس د راپور له مخې، نړیوال سور صلیب په افغانستان کې د زلزلې د تاوانونو په اړه یو راپور وړاندې کړی دی.

راپور وایی چې شپیته زره کورنۍ یعنې کابو دوه لکه کسان له وروستۍ زلزلې متاثره شوې  چې څلویښت فیصده یې ماشومان دی.

د سره صلیب سازمان همداراز د خپل راپور په یوه بله برخه کې په افغانستان کې وروستی سیلاب ته هم اشاره کړې او ویلې یې دی چې په تاوان لیدلو ولایتونو کې پرله پسې ورښتونو د ژغورنې او لټونې هڅې له ستونزې سره مخامخ کړې او له امله یې د طبیعی افتونو لکه د ځمکې شړېدلو او سیلاب خطرونه زیات شوې دي.

د سره صلیب نړیوال فیډریشن  زیاتوی:« د افغانستان تر نیمو زیات خلکو د مختلفو بحرانونو په وجه بشری مرستو ته اړتیا لری»

له دې مخکې د افغانستان د روغتیا وزارت له زلزلې وروسته له نړیوالې ټولنې د پېښې د پاتې شویو کسانو لپآره د درملو او سالمو اوبو غوښتنه کړې او ویلې یې وو چې د سرپنا د نشتون په وجه دغه کسان د ساري ناروغیو له خطر سره مخامخ دی.

د بشر دوستانه چارو غږملوونکی دفتر په افغانستان کې په زلزله کې  لسو زرو کورونو له ړنګېدو او زرګونو کسانو له مړینې وروسته خبرداری ورکړی چې په زلزله ځپلو سیمو کې د وبا د خپرېدو امکان شته دی.

 

ټیګونه