Jun 29, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • سیګار د افغانستان د تیرو امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو ارزښت په ډاګه کړ

د افغانستان د بیارغونې په چارو کښې د امریکې څیړنیزې ادارې (سیګار)، د دغه هیواد د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو ارزښت، له ۱۸ میلیارډ ډالرو زیات اعلان کړ

سیګار پرون ویلي دي چې له ۲۰۰۵ نه واخلې په افغانستان باندې د طالبانو تر واکمنیدو پورې د افغانستان د تیر حکومت د پوځ او امنیتي ځواکونو لپاره د ۱۸ میلیارډ او ۶۰۰ میلیون ډالرو پوځي تجهیزات برابر کړی شوي وو.

سیګار په عین حال کښې هغه رپورټونه رد کړل چې د افغانستان د تیر حکومت پوځي او امنیتي ځواکونو ته د ورکړو پوځي تجهیزاتو ارزښت یې تر ۸۰ میلیارډ ډالرو بللی و.

د افغانستان د تیر حکومت په ختمیدو سره دغه پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلل او د امریکې په حکومت باندې د دغه هیواد د سیاستوالانو سختې نیوکې یې راوپارولې.

خو لاهم په کره توګه معلومه نه ده چې د طالبانو لاس ته څومره پوځي تجهیزات ورغلي دي او څومره په کښې د استعمال وړ دي ځکه چې امریکايي پوځیانو له افغانستانه د وتلو په وخت زیاتره تجهیزات خراب او ویجاړ کړل.

د امریکې له خوا د امریکې پوځي نیواک د دغه هیواد د اقتصادي او روغتیايي بیخ بیناؤ د نابودۍ سبب شوی دی.

 

ټیګونه