Jun 29, 2022 11:42 Asia/Kabul

د طالبانو لخوا د ديني علماو جوړېدونکې غونډه چې  تمه وه نن تر سره شي؛ سبا (پنجشنبې) ته ځنډېدلې ده

له کابله زمونږ خبریال وايي چې د يادې غونډې د ځنډېدو لامل کابل ته د غونډې د ځينو ګډونوالو پر وخت نه رسېدل  ښودل شوي٠

د ‌رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم تاييد کړې ده چې سبا (پنجشنبه) به د علماوو ستره غونډه پيل شي.

نوموړی وايي :"موږ دوی ته دا امکان ورکړ چې دلته راشي او سره کښېني. دوی کولی شي په مختلفو مسلو خبرې وکړي، د اسلامي پوځ او د افغانستان د خپلواکۍ په اړه، د ملي یووالي په اړه، اقتصادي مسایل او داچې زموږ ټولنه څنګه ښه کیدای شي.

‏دغه غونډه د درې زره دیني علماوو په ګډون د درې ورځو لپاره په کابل کې جوړیږي.

ددې غونډې د جوړېدو لپاره په کابل او شاوخوا ولايتونو کې ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي دي.

 

ټیګونه