Jun 29, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • په دیني مدرسو باندې د افغانستان د ښوونځیو د بدلولو لپاره د طالبانو پروګرام :-

د افغانستان د طالبانو حکومت په لسګونو حکومتي ښوونځي، پوهنتونونه او د حرفه اي زده کړو مرکزونه په دیني مدرسو بدل کړي دي.

په دوې کښې په یوه مورد کښې د طالبانو حکومت د افغانستان په خوست ولایت کښې د عبدالحی حبیبي یو موډرن او سمبال  ښوونځی چې د علومو لابراتور ، کتابتون ، او د کامپیوټر لابراتور یې درلود په دیني مدرسې بدل کړی دی او په دغه اقدام سره په شپږ زره زده کوونکو او یوسل دیرشو معلمانو کښې ګڼ شمیر کسانو خپل کارونه پریښودلي دي خو د طالبانو چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

نیوکه کوونکي وايي د طالبانو هدف د موډرنې زده کړې د ټولو بڼو له مینځه وړل دي کومو چې په تیرو شلو کلونو کښې په افغانستان کښې وده کړي ده.

په دیني مدرسو باندې په افغانستان کښې د عمومي مدرسو د بدلولو لپاره د طالبانو د حکومت پروګرام په هیواد کښې د اسلامي امارت د جوړولو لپاره د دغه ډلې د ایډیالوژۍ په چوکاټ کښې دی چې د دیني متنونو د زده کولو لپاره په یوه چاپیریال د زده کړې د اوسنیو مرکزونو بدلول د دا ډول د حکومت یوه اصلي ځانګړنه ده.

که څه هم په افغانستان کښې د یوه اسلامي حکومت په توګه په دغو کلونو کښې یوشمیر دیني مدرسو فعالیت لرلی خو په افغانستان کښې میداني واقعیتونه د دې ښودنه کوي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د هیواد د زده کړې په جوړښت کښې یوشمیر بدلونونه رامینځته کړي .

 دیني مدرسې د افغانستان د زده کړې کابو اتیا فیصده برخه جوړوي.

په پراخ سویه د دیني مدرسو د جوړولو مخینه له پاکستان سره اړه لري چې د خپرو شویو شمیرنو پراساس په پاکستان کښې کابو دیارلس زره دیني مدرسې فعالیت کوي چې د دیني متنونو د تدریسولو په پوښښ کښې تاوتریخوالی او سرزورۍ دودوي چې البته د دا ډول مدرسو د جوړولو اصلي ملاتړی د سعودي عربستان حکومت دی.

په افغانستان کښې د طالبانو ډلې د جوړولو په مخینې کښې هم په پاکستان کښې د دیني مدرسو رول په سرزورو لیدتوګو سره د کسانو د روزلو له کړچار سره بې بدیله رول لري.

په بل عبارت د طالبانو جنګیالي هماغه د پاکستان په دیني مدرسو کښې زده کړې  کړي وې کومو چې له نولس سوه شپږنویم میلادي کال د دوه زره لومړي میلادي کال تر لومړیو پورې په افغانستان کښې قدرت په لاس کښې واخیست او د امریکا له حملې وروسته له واک څخه لیرې شول.

طالبان  چې هغه وخت یې خپل حکومت د افغانستان اسلامي امارت نومولی و یوځل بیا ځانونه د هماغه ډول د حکومت د جوړولو په ځاې کښې ویني چې له تیر ووړي څخه په افغانستان کښې بیا واک ته په رسیدا سره په هیواد کښې د اسلامي امارت د سوکه سوکه د جوړولو لپاره د پلانونې په حال کښې دي.

په افغانستان کښې د اسلامي امارت د جوړولو لپاره لومړی ګام د ګډو خبرو لپاره د کلتوري بیخ بنایانو رامینځته کول دي او  د دیني مدرسو جوړول چې ملي پراخ بنسټوالی هم  ولري په دې زمینه کښې یو اجرايي اقدام دی.

د پاکستان په دیني مدرسو کښې په سرزورو لیدتوګو سره د کسانو د تربیت له پلوه په افغانستان کښې موجوده تجربې ته په پام سره چې د طالبانو ډلې د جوړیدا سرچینه ده د افغانستان په ټولنه کښې به دغه اندیښنه رامینځته شي د زده کړې د جوړښت منفي اغیزونه او په سرزورو کړچارونو سره د دیني متنونونو ورزده کول له داخلي او خارجي پلوه د هیواد لپاره خطرناک کیدلای شي.

د طالبانو حکومت په داسې شرایطو کښې له موډرنو زده کړو څخه دیني زده کړې ته د افغانستان د زده کړې د نظام د بدلولو هڅه کوي چې دغه هیواد د خلکو د سلیقې او د انتخاب وړ د زده کړې ټولو حوزو ته ضرورت لري.

د طالبانو حکومت په داسې حال کښې د دیني مدرسو د پراخولو او د موډرنو زده کړو د کمزوري کولو فیصله کړي ده چې د نړیوالې ټولنې لخوا د دغه ډلې په رسمیت د نه پيژندلو یو علت په افغانستان کښې د انجلیو د ښوونځیو بندول او په هیواد کښې له کلاسیک زده کړو سره د طالبانو مخالفت کول دي.

 

ټیګونه