طالبان او امریکا په قطر کښې مذاکره کوي
Jun 29, 2022 15:42 Asia/Kabul
قطر ته د طالبانو په تلونکي پلاوي کښې مالیې وزارت او د افغانستان بانک استازي هم شامل دي
د بهرنيو چارو د سرپرست وزير ملا امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو حکومت یو پلاوی له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي مسائلو د خبرو لپاره نن چهارشنبه قطر ته روان شو.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوی به دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري او په دغه ناستو کې به د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ پر اقتصادي او بانکي برخه هم تمرکز وشي.
د بیان له مخې په دغه پلاوي کې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک استازي هم شامل دي.