Jun 30, 2022 07:46 Asia/Kabul
  • بلخاب کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې متضاد راپورونه؛ خلک: لسګونه ملکي وګړي وژل شوي / چارواکي: ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې مشهورو سرچینو د ملکي خلکو نوملړ خپور کړی چې ښيي په یاده ولسوالۍ کې د جګړو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي، خو د طالبانو حکومت دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې د بلخاب په نښته کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د اوا له راپور سره سم، په بلخاب کې د جګړې له پای ته رسېدو څلور ورځې وروسته، وضعیت نورمال شوی دی. ډیری خلک د غرونو څخه بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي او خپل ژوند ته دوام ورکوي خو د مولوي مهدي وروستي خبرونه هم په ډاګه کوي چې نوموړی د بلخاب لرې غرونو ته تښتېدلی او د طالبانو تر محاصرې لاندې دی.

د دې راپور سره سم، په وروستیو ورځو کې د مولوي مهدی مجاهد په ضد د طالب ځواکونو په عملیات کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته زیان اوښتی او کابو ۵۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي هم دي.

خو په سرپل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري ویلي چي د ملکي وګړو وژنه یواځي درواغ او د افغانانو سره دښمني ده او حقیقت نه لري.

دا په داسي حال کې دی چي د وژل شویو کسانو نوملړ هم په رسنیو کې خپور شوی دی.

په بامیان ولایت کې د طالبانود حکومت او د دې ډلي د استخباراتو د پخواني رئیس مولوي مهدي مجاهد دوه میاشتني ترینګلتیا وروسته تېره پنجشنبه د دواړو لورو ترمنځ جګړه وشوه چې درې ورځې یې دوام وکړ. بالاخره د شنبې په ورځ د بلخاب ولسوالي د طالبانو له لوري ونیول شوه.

 

 

 

ټیګونه