Jun 30, 2022 14:36 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ۱۱۰ کلوواټ بریښنا دمنتقلولو یوه پروژه افتتاح شوه

د افغانستان  کندهار ته د هلمند ولایت د کجکي ډیم  د یوسل لس کلوواټ بریښنا د منتقلولو پروژه   پرانیستل شوه .

 د بریښنا انرژۍ کمښت د افغانستان د ولس یوه ترټولو مهمه ستونزه ده .

  افغانستان  په کال کې اته سوه پنځوس  میګاواټ بریښنا ته اړتیا لري ، چې  شپږ سوه پنځوس میګاواټ بریښنا  له ایران ، ازبکستان ،تاجیکستان او ترکمنستان څلورو هیوادونو څخه  برابروي ،  دافغانستان په وارداتي بریښنا کې دایران ونډه  سل میګاواټه ده .

 زمونږخبریال راپور راکړ،  د افغانستان د بریښنا د ویشلو  شرکت (بریشنا) عملیاتي مشر صفی ا... ستانکزئ  ووئيل ، کندهار ښار ته د کجکي ډيم د یوسل لس کیلوواټ بریښنا د منتقلولو د کرښې پروژه  چې  دوه میاشتې مخکې  ددغه شرکت په څه دپاسه درې میلیون ډالري بودجې سره پیل شوې وه ، افتتاح شوې او ورځيني ګټه پورته کول پیل شوي دي .

 صفی  ا.. ستانکزي  زیاته کړې ،  د افغانستان د مهندسانو له خوا ددغې پروژې په مخ کتنې سره ،  کابو اولس میلیون ډالر بچت شول .

 افغانستان  د هیواد له داخله  له شل فی صدي تولیدي بریښنا هم کمه برخه تامینوي  او دا په داسې حال کې دي ، چې  کله کله  دافغانستان په شمالی ولایتونو کې  د ترهه ګرو او مخ پټو  وسلوالو  په لاس  د وارداتي بریښنا  سترې کمبې یا ستنې  په بمونو سره الوزول کیږي .

 له بل پلوه  د بریښنا صادرونکو هیوادونو ته د افغانستان پور  ورکول ، په دغه هیواد کې د طالبانو دموقته حکومت  یوه اوسنۍ  ستره ستونزه ده . ، چې د ملګروملتو د پراختیائي پروګرام  د یوه راپور په اساس ،  افغانستان د تاجیکستان او ازبکستان  هیوادونو کابو سل میلیون ډالره پوروړی  دی او که  دوي افغانستان ته خپله صادراتي بریښنا غوڅه کړي ،په افغانستان کې لږترلږه لس میلیون خلک له بریښنا محرومیږي .

 

ټیګونه