Jun 30, 2022 14:50 Asia/Kabul
  • په کابل کې د افغانستان د عالمانو د غونډې په ځای کې نښته او چاودنې شوې

د ازادګانو د ملي جبهې په نامه یوې ډلې په یوې خبرتیا کې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه اخستی دی.

په کابل کې د افغانستان د عالمانو غونډې له ترسره کېدو سره په یو وخت د غونډې د ترسره کېدو د ځای په خواوشا کې د څو چاودنو او د وسله والو نښتو د پېلېدو خبر رارسیږي.

دفارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې خبري سرچینې په کابل کې د عالمانو د غونډې په ځای کې د څو چاودونو خبر ورکوی.

دغه سرچینو په وینا  څو دقیقي مخکې د غونډې په خواوشا کې د سپکو او درنو وسلو نښتې هم پیل شوې دي.

په کابل کې ولسي سرچینو هم د نښتو او ډزو کېدل تایید کړې دي.

د ازادګانو د ملي جبهې په نامه یوې ډلې په یوې خبرتیا کې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه اخستی دی.

دغه جبهې اعلان کړی چې ځانګړو عملیاتو کسانو یې د لویې جرګې خیمې ته نزدې په طالبانو برید کړی او د دغو چاودنو هدف د دیني عالمانو په غونډه کې د ګډونکوونکو طالبانو له مینځه وړل وو.

له بلې خوا بیا د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد ویلې چې د غونډې په خواوشا کې هیڅ ستونزه نیشته او امنیتی ځواکونو په یو مشکوک کس ډزې کړې دي.

 د عالمانو غونډې د طالبانو له خوا د میاشتو میاشتو له هڅو وروسته په کابل کې روانه ده او پکې تر درېو زرو زیاتو عاملانو د سیاسي اقتصادي اوټولنیزو موضوګانو د جاج لپاره برخه اخستې ده.

 

ټیګونه