Jun 30, 2022 15:04 Asia/Kabul
  • د سی ائي اې له افغان کارمندانو سره لکه د بندیانوچلندکیږي

دا هغه افغانان دي چې په داخله  کورنیو چارو وزارتونو کې ئې په کابل کې د امریکا د سفارت او استخباراتي ادارې سی آئي اې لپاره کار  کاوۀ .

د امریکا د استخباراتي ادارې  سي آئي اې  کې هغه افغان کارکونکي چې په تیرو شلو کلونو کې ئې له دغې جاسوسي ادارې سره په افغانستان کې ملګرتیا کړې او د طالبانو قدرت ته له رسیدا سره سم له دغه  هیواده وتلي او  په کوزوو  کې د امریکا په پوځي مرکزونو کې شپې سبا کوي وائي ، له دوي سره د بندیانو په څير چلند کیږي .

امریکائي پوځيان  په افغانستان کې  له شل کلن جنګ او نیواکګرۍ وروسته په نهایت کې  دتیر کال په اګست کې  په ډير سپين سترګیتوب او بې شرمۍ سره  له دغه  هیواده ووتل .

 صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړی ،  د افغانستان دپخواني حکومت ځيني چارواکي او د غوي کورنۍ او دغه راز په سي آئي اې کې  یو شمیر افغان کارکونکي  چې  په کابل کې د طالبانو په دیره کیدا سره  له دغه هیواده ووتل او کویت او قطر  او ورپسې  په کوزوو کې  د امریکاپوځي اډې ته منتقل کړائ شوي دي ،  په ډير بد  او ناسم وضعیّت کې ژوند کوي .

د افغانستان دملی امنیت پخوانيمشر  محمد عارف سروري  چې په کوزوو کې د امریکا په پوځي اډې کې  اوسیږي ،  وائي ، هغه او دهغه کورنۍ په دغه پوځي مرکز کې د بندیانو په څیر ژوند کوي .  او په دغه پوځي مرکز کې  کابو ۴۵افغان پناه غواړي آزادي نه لری  او یوازې د خوړو  هال ته د تګ راتګ ا جازت لري ،حمام کولی او د  خپل اوسیدونکی خیمې کې تګ راتګ کولی شي  . دا هغه افغانان دي چې په داخله  کورنیو   چارو وزارتونو کې ئې په کابل کې دامریکا د سفارت او استخباراتي ادارې سی آئي اې لپاره کار  کاوۀ .

 

ټیګونه