په افغانستان کې د عالمانو په غونډې کې د افغانستان پر راتلونکي خبرې کیږي
دراپور په اساس هڅه کیږي چې ټولنه او حکومت زيات مسووليت ومني او د بېلابېلو برخو په تېره بيا اقتصادي مسئلو کې د ستونزو حل او يا کمولو لپاره له خلکو څخه صلا او مشورې واخلي او په افغانستان کې د خلکو هيلې چې له بيوزلۍ نيولې آن تر اقتصادي ستونزو، د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو او يو شمېر نورو مسلو او ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي.
زمونږخبریال له غزنی راپور راکړ، نن دافغانستان په کابل کې ددیني عالمانو د یوې لویې غونډې کوربه دى ،ویل کیږي چې په دې غونډه کې د افغانستان پر مهمو ملي مسلو اړوند خبرې اترې کیږي.
د افغانستان د باختر آژانس دراپور پر بنسټ طالبان مشران وايي په دې سترې غونډه کې ديني عالمان ، ملي سوداګر ، قومي مشران او یو شمېر نور شخصيتونو ګډون کړی ویل کیږي د خلکو د يووالي، ملي مسئلو، په افغانستان کې د ثبات د لا ټينګښت او د ښوونې او روزنې په اړه خبرې اترې ترسره کیدونکې دي.