Jul 01, 2022 14:27 Asia/Kabul
  • د لویې جرګې غونډه، په افغانستان کې د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه د طالبانو هلې ځلې

د طالبانو د حکومت له لوري په افغانستان کې د قومي او مذهبی مشرانو په ګډون د لویې جرګې د جوړولو هدف د دې ډلې له واکمنیدو څخه د ولسي ملاتړ تر لاسه کول دی.

په کابل کې د لویي جرګې په غونډه کې چي له ۳۴ ولایتونو څخه د ۳ نیم زره کسانو په ګډون پیل شوي د امنیتي، سیاسي، ټولنیزو، ملي یووالې او د طالبانو د حکومت څخه د ولسي ملاتړ په هکله خبري اتري روانې دي.

د بلي خوا څخه بیا د دې غونډې له پیلېدو سره سم، ځینو سرچینو په کابل کې د لویي جرګې سره نژدې د نښتو خبرونه ورکړي دي.

له یادو نښتو سره سم، په افغانستان کې د ملي ازادۍ جبهې په نامه یوه ډله د دغه برید مسئولیت په غاړه اخیستې ده، د دې جبهې په اعلامیه کې د دغه برید هدف د طالبانو له مینځه وړل بیان شوی دی.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې مذهبی، قومي او سیاسي مشران به د بندون څخه د طالبانو د حکومت د وتلو او نورو حساسو ملي موضوعاتو په هکله خپلې مشورې وړاندې کوي، په حقیقت کې لویه جرګه د افغانستان په اساسي قانون کې د پریکړي تر ټولو ستره ولسي مرجع بلل کیږي.

د لویې جرګې د غونډې اهمیت دومره زیات دی چي په وروستیو سلو کلونو کې تل د افغانستان په اساسي قانون کې ځانګړی ځای درلودلی دی، له ۱۹۲۴ میلادي کال را په دې خوا چي افغانستان کې اته ځلي اساسي قانون بدل شوی اووه ځلي قانون د لویې جرګې له لوري تصویب شوی دی.

تر ټولو وروستۍ لویه جرګه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د محمد اشرف غنی د حکومت له لوري د طالبانو د بندیانو د خوشي کېدو او د سولې د خبرو اترو په هکله تر سره شوه.

په داسي شان حالاتو کې چي د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نړیوالو له لوري د نه رسمیت پېژندنې له بحران سره مخامخ دی، د افغانستان له سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو څخه د مشروعیت د تر لاسه کولو موضوع طالبانو ته زیات اهمیت پیدا کړی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د لویې جرګې په تر سره کولو بریالي شوی دی لیکن د هغو سیاسي مشرانو نه شتون چي درې لسیزه یې د افغانستان په ملي او محلي بهیرونو کې رول لوبولي دي، د دې جرګې د کمزورتیا په ټکی بدل شوی چي کولایشي د هغه په کارندوالې منفي اغېز وکړي.

په وروستیو لسو میاشتو کې په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنی څرنګوالې داسي شکونه هم رامینځ ته کړي چي ممکن دغه لویه جرګه په یوه ازاده او خپلواکه فضا کې نه وي جوړه شوې بلکې له زور څخه کار اخیستل شوی وي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټول شمولې ادارې له رامینځ ته کېدو او نورو قومونو ته ونډې له ورکولو سره د مخالفت د امله په لویه جرګه کې د ملاتړ د اعلانونولو پرته ګډونوالو ته بله چاره نه ده پرېښې.

د طالبانو حکومت هیله لري چي د لویې جرګې په پای کې د دې ډلې له حکومت څخه د ګډونوالو د ملاتړ په اعلانېدو سره، څه ناڅه ولسي مشروعیت تر لاسه کړي تر څو د هغه په اعتبار سره، د رسمیت پېژندنې په موخه نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي.

په داسي حال کې چي د طالبانو حکومت د ځینو شخصي او ټولنیزو محدودیتونو د برقراره کولو د امله، په تیره بیا د مېرمنو د کار او تعلیم په زمینه کې، د پراخو داخلي او بهرني نیوکو سره مخامخ دی، که د لویې جرګې ملاتړ هم تر لاسه کړي بیا به هم دغه ورکړل شوی مشروعیت په نړیواله کچه کې اعتبار نه ولري.

که څه هم  د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده په دغه غونډه کې ویلي چي نړیوال دي نور د فرمایشاتو له ورکړي لاس واخلي او د طالبانو موجوده حکومت دي ومني، او په اسلامي هیوادونو هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندنې د امله نیوکې کړي دي خو دې ټولو سره سره داسي ښکاري چي طالبان هم په داخلي او هم په نړیواله کچه کې له دې چې د خپلو سیاستونو په بدلولو سره، د دې ډلې په هکله د خلګو او د نړیوالو نظرونه بدل کړي، بله چاره نه لري.

 

 

ټیګونه