Jul 02, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان میرمنو لوې جرګې ته په نه وربلل کیدو نیوکه کړې

په کابل کښې په دیني عالمانو مشتملې د لوې جرګې په غونډې کښې د ښځو نشتوالی به افغانستان کښې له ډیرو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

افغان میرمنې په دې کړنلارې باندې په نیوکې سره وايي چې په دغې غونډې کښې د ښځو شتون نه لرل، د هیواد د نیمايي نفوسو د ناڅه شمیرلو په معنا دی.

د افغانستان د طلوع نیوز د خبر له مخې د افغانستان د سیاسي ډګر یوشمیر فعالو میرمنو د کابل په غونډه کښې د ښځینه استازو د نه شاملولو په غبرګون کښې وویل: په ټولو اسلامي هیوادونو کښې میرمنې په سترو پریکړو او هم داشان په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کښې پوره رول لري او په افغانستان کښې هم باید د هغوي بنیادي حقوق ورکړې شي.

د هلمند استازې وجیهه مقدس رسولي وویل: کوم اساسي، اقتصادي او کورني حقوق چې د اسلام مبین دین او شریعت د ښځو لپاره ټاکلي دي د هغو باید خیال وساتلې شي.

د نیمروز استازې عاقله انوري هم په دې اړه وویل: دا د ښځو جوت حق دی، نه دي پکار چې میرمنې څنګته کړې شي، دا زمونږ حق دی چې په دغې برخلیک ټاکونکې غونډې کښې ګډون وکړو.

د نیمروز یوه بله استازې شاه ګل حقدوست وايي: ولې زمونږ د موقعیت خیال نه ساتل کیږي، مونږ کولې شو چې خپل غږ پورته کړو، مونږ هم مسلمانانې یو.

د افغانستان د لویدیځو سیمو ځینو میرمنو هم په دغې غونډې کښې د ښځو په نشتوالي باندې نیوکه وکړه.

د هرات استازي شکیلا چکري وویل: کله چې خپلو ګاونډي هیوادونو ته ګورو، له ایرانه واخلې تر پاکستان او حتی تر سعودي عربستانه پورې، داسې ډیرې ښځې وینو چې په کابینې کښې دي او خپلې نظریې او مشورتي لیدتوګې وړاندې کوي.

د خپرو شویو خبرونو له مخې، د کابل په لویه جرګه کښې به د جینکو د زده کړې موضوع مطرح شي.

د بادغیس استازې زرمینه ادیب هم وویل چې د ښځو د برخلیک په هکله فیصله دې د هغوي په نشتوالي کښې و نه شي.

د ویلو ده چې د لوې جرګې درې ورځنۍ غونډه له تیرې پنجشنبې څخه د افغانستان د مذهبي شخصیتونو او عالمانو په شتون سره تر بندونو ورونو شاته پیل شوې او د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په شتون سره ترسره کیږي.

په دې لړ کښې له ټول افغانستان څخه څه باندې درې زره دیني شخصیتونه او مشران د کابل د لوې جرګې په هال کښې راغونډ شوي دي او د مختلفو موضوعاتو په هکله خبرې اترې او صلاح مشورې کوي.

 

ټیګونه