Jul 02, 2022 09:42 Asia/Kabul
  • له امریکې سره زمونږ جنګ لاهم دوام لري

د طالبانو مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په کابل کښې د افغانستان د علماؤ په ټول کښې وویل: له مونږ سره د امریکې جنګ یو عقیدتي جنګ و او دغه جنګ لاهم جاري دی

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ملا هیبت ا... اخوندزاده پرون په کابل کښې د افغانستان د علماؤ د سترې غونډې په دویمه ورځ وویل: له مونږ سره د امریکې جنګ د ځمکې او هوا لپاره نه و بلکې زمونږ له عقایدو سره یې جنګ و.

اخوندزاده څرګنده کړه: د افغانستان د جهاد موقعیت نه یوازې د افغانانو لپاره ویاړ دی بلکې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ویاړ سبب دی او د نړۍ ټول متدین خلک د افغانستان د مسلمانو خلکو په بریالیتوب خوښ او خوشاله دي.

د طالبانو مشر د تیرو دوو لسیزو د جنګونو په هکله هم وویل: مونږ هیڅکله له افغانانو سره د جنګیدو نیت نه درلود خو ورسره وجنګیدلو ځکه چې د کافرانو ساتنه یې کوله.

هغه د طالبانو د حکومتدارۍ د طریقې په هکله وویل: که د حکومت په بدنې کښې امنیت نه وي، په اداراتو کښې اړیکې، قام پالنه او ژبپالنه وي نو دا امنیت نه دی او څه موده پس به حکومت ختم شي او د دې کار هدف د تیر حکومت په شان د ځینو کسانو د شخصي ګتو تامینول دي.

د طالبانو مشر عالمان د اسلامي نظام د اجرا مسئول وبلل او زیاته یې کړه: زمونږ اصلي هدف د اسلامي نظام په سیوري کښې امنیت، صلحه، ګډ صلحه ایز ژوند او پرمختګ دی. هغه په عین حال کښې د افغانستان د حکومت د راتلونکي جوړښت په هکله هم ټینګار وکړ چې د حکومت راتلونکې جوړښت به د جرګې د یوې بلې غونډې له لارې جوړ کړو او له عالمانو مشورې اخلو.

 

ټیګونه