د افغانستان د ښځو د حالت په هکله د ملګرو ملتو غونډه
په افغانستن کښې د ښځو د حالت په هکله د ملګرو ملتو په غونډې کښې ګډونوالو د افغان میرمنو د حقوقو له خلاف ورزۍ اندیښنه وښودله
په کابل کښې د دیني عالمانو د درې ورځنۍ غونډې له ترسره کیدو سره هممهاله چې له پنجشنبې پيل شوې ده، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا هم په افغانستان کښې د ښځو د وضعیت په موضوع سره یوه ځانګړې غونډه وکړه.
په یادې غونډې کښې ګډونوالو په افغانستان کښې د طالبانو په حکومت کښې د افغانستاني ښځو او نجونو د حقوقو د نقضیدو او د هغوي د راتلونکي په هکله اندیښنه او ناهیلي څرګنده کړه.
دا غونډه په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د افغانستان هیڅ یوه میرمنه په کابل کښې د لوې جرګې غونډې ته نه ده وربلل شوې چې له امله یې یولړ نیوکې رامینځته شوې دي.
که څه هم ټول خلک په تمه وو چې په کابل کښې د دیني عالمانو په غونډې کښې به د افغانستان د جینکو د زده کړې په هکله بحث وشي خو له پنجشنبې راهیسې دغې موضوع ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.