Jul 03, 2022 07:36 Asia/Kabul
  • زرګونه افغان ماشومان په شري اخته شوي دي

په تیرو دریو میاشتو کښې کابو څوارلس زره افغانستاني ماشومان د شري په ناروغۍ ککړ شوي دي

د بدخشان ولایت د مرکزي روغتون یو مسئول ډاکټر شفیق همدرد پرون په دغه ولایت کښې د شري ناروغۍ له خوریدو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې په تیرو دریو میاشتو کښې کابو څلور زره ماشومان په دغه ولایت کښې په شري اخته شوي دي او ۱۱ تنه په کښې مړه شوي هم دي.

هغه په بدخشان کښې په شري باندې د اخته ماشومانو د شمیر له زیاتیدو د اندیښنې په ښودلو سره وویل چې زیاتره ککړ کسان له مرکز څخه دي او ځیني نور بیا د فیض آباد ښار د خواوشا ولسوالیو څخه دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په دغه هیواد کښې په شري باندې د اخته ماشومانو شمیر په دې وروستیو میاشتو کښې کم سارې وده لرلې ده چې اصلي وجه یې د ماشومانو خوارځواکي او بدني کمزوري ده.

دغې وزارتخانې د افغانستان له کورنیو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د واکسنو په ورکولو سره، د شري په شان ناروغیو په وړاندې د هغوي خوندیتوب زیات کړي.

د ملګرو ملتو او د افغانستان د روغتیايي مرکزونو د رپورټ له مخې په دې وروستیو میاشتو کښې تقریباً ۴۳ زره افغان ماشومان په شري اخته شوي دي اوله امله یې ۲۳۰ ماشومان مړه شوي دي.

خپلو ماشومانو ته د واکسن نه ورکولو په وجه افغانستان لاهم د نړۍ یو هغه هیواد دی چې تراوسه په کښې د شري او پولیو ناروغۍ نه دي ختمې شوې.

 

ټیګونه